په لارو کې وسله والو غلو موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي


د کندوز مرکز نه دشت ارچې ولسوالۍ ته په عمومې سړک تګ راتګ ګران شوي، هر ورځ د لارې په اوږدو کې وسله وال غله د غلا اوشوکو لپاره لاره نیسي له چلونکیو نیولې ترسپرلې پوري هرڅوک تالاشې کوي پېسۍ،ګرځنده ټیلفونونه، قیمتې ساعتونه…او د مسافروغوټي هم سپړي که چیرې ېې کوم څیزخوښ شي نو سرفه پري نه کوي او له ځانه سره يي اخلې.

DSC07975ان ځینې وختونه غله له ښځېنه وڅخه د سرو زرو لاس بندونه ، ګوتې اوګاڼې هم خلاصوي.

د کندوزښار په امام صیب بندر کې چیرې چې د دشت ارچې ولسوالۍ دګاډو هډه ده، لسګونه چلوونکې سره راټول شوي او د یادی ولسوالۍ په عمومې لاره  د غلوشتون نه سرټکوي، ډیری ډیرورانو ویلې، د غلو د ویرې ېې ترپخوا سورلې کمه شوي که چیرې دغه حالت دوام ومومي نوښايي چې خپل ګاډي به په کورونو کې ودروي اویابه  د اوسنۍ لارې پرځای دامام صیب ولسوالۍ لاره چې څوبرابره اوږده او خرابه ده غوره کړي ترڅو دغلو له شره په امن شي.

د چلونکیو له ډلې یوهم ۳۲  کلن  استاد شهزاده دی چې د تیرې پنجشنبې په ورځ   ارچې مرکز ته نږدی پرلاره د وسلوالو غلو له لاسه ډبول شوي او د ګاډی ښیښې يي ورته ماتې کړی هغه وايي، (( د پنجشنبې په ورځ ۲بجې ارچې ته نږدی وسلوالو غلو چې مخونه يي پت کړی و،د ودریدو اشاره راکړه کله چې تیرشوم راباندي ډزی يي وکړي د ګاډي هنداره مې ماته شوه، زما ګرځنده ټیلفون يي له دوه نیم زره افغانیو سره راڅخه واخېست، ورپسې سورلې يي هم تالاشي کړی نږدی له هغوي نه يي یولک افغانۍ واخیستې زمونږ سره زنانه هم وی له هغوي نه  هم د طلا ګوټې او ګاڼي راټولې کړي .))

 شهزاده وايي زه اوسورلې يي له ګاډي کوزکړو ګاډي ته کیناستل پر لوړو لوړو غونډیو کې يي ګرځاوه ماورته زارې کولې چې ګاډی مې را خوشي کړئ، هغوي ټول مسلح و له چاسره کلاشینکوف اوله چاسره راکټ لانچر و.

نوموړي له دولت نه غواړي چې ددغو ډول بې ځایه ځورونو مخه ونیسي، شهزاده وايي که چیرې دغه حال روان وی نو مونږ مجبور یوچې  ګاډی په کورونو کې ودرو ځکه د پخوا په پرتله سورلي هم کمه شویده، ډیری خلک زړه نه ښه کوي چې د ۱۲ بجو وروسته پردغه لاره دغلو له ویري سفر وکړی هغه تیره ورځ يي هم ۲۰ ګاډی لوڅ کړي وو.

عبدالله چې د دشت ارچې د ګاډو هډی منشې دی  وايي، د ارچې لین مخ په شاړیدو دی، چلوونکې له ځانه سره د ګاډیو اسناد نه شي وړی ځکه چې اسناد ورسره ګیر کړی موټر تری اخلي هغه وايي(( تیرکال هم غلو دری ګاډی له ځانه وړی و، تراوسه پوری يي مالومات ونه شو، دولت دی دغه ستونزي ته جدی پاملرنه وکړئ. ))

همدغه راز حاجی جمعه دین چې د څو کلونو راهیسې د دشت ارچې په لین موټر چلوي وايي د غلو یوه ورځ نده په اونۍ کې دری څلور ورځي لارو ته راوځي او ګاډي لوڅوي،پر لاره دی امنتیې پوستې اویاهم سړک دی قیر شي ترڅو یاده ستونزه له منځه لاړه شي.

د کندوز سیمه ییز چارواکې هم دغلو ستونزه مني خو وايي چې دومره جدي نده د دشت ارچې ولسوال شیخ صدرالدین سعدی وايي، له هغې وروسته چې  د ارچی په لاره یوه امنیتې پوسته جوړه شوي یوڅه  ښه والي راغلې سعدی وویل،(( یوازی تیره اونۍ غلو ۱۲ ګاډي لوڅ کړی و، له مسافرو نه يي پیسۍ اوګرځنده ټیلفونونه اخیستي و، غلو هم یوازی یومیل وسله درلوده.))

ولسوال وايي اضافه پوستو ته اړتیا نشته یوازی همدغه یوه پوسته چې ګزمې وکړی کفایت کوي.

د دشت ارچې ولسوالۍ اوسیدونکې شکایت لری چې د څوکلونو په تیریدو سره يي ودغې ولسوالۍ ته ورغلې سړک قیر شوي ندي د دوی په خبره همدا علت دی چې عمومي لاره يي  خوندي نده اووسله والو غلو ورته سرخوږي پیدا کړي.

څرګندون پریږدئ