د کندهار د صحي علومو د انسټیټیوټ څخه ۶۲ ښځینه او نارینه فارغه سول


د کندهار ولایت د صحي علومو د انسټیټیوټ د عالي قابلګۍ د اتمې دورې او د عالي نرسينګ د شپږمې دورې پر مهال  دوه شپېته ښځینه 00000000000001او نارینه د   مسلکې زده کړو څخه فارغه سول.

د کندهار ولایت د صحي علومو د انسټیټیوټ مشري ډاکټر نسرین  وویل چې د یاد انسټیټیوټ د عالي قابلګۍ د اتمې دورې څخه یې ۲۴ ښځینه قابله ګانې او د عالي نرسنګ د شبږمې دورې څخه ۳۸ نارینه نرسان چې د مسلکې ښونکو لخوا روزل سوي ټولني ته د ښه خدمت په موخه وړاندي کړل

نسرین په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د کندهار ولایت په لیرو پرتو ولسوالیو کې د عالي طبعي پرسنل د کمښت سره مخ دې په وینا یې چې  ددې فارغینو د فراغت سره سم به دوی تر ډېره دا ستونزه له منځه یوسي.

د صحي علومو انسيټيوټ مشري وويل چې دوی پخوا د صحي علومو د انسټیټیوټ په تشکېل کې دوې فعاله څانګې چې د عالي نرسنګ او عالي قابلګۍ څانګې وې  لرلې  خو اوس یې په دې نژدې وختو کې دوې نوري  څانګې چې د فارمیسي او لابراتوار څانګې دي اضافه کړي او دا مهال دوی  څلور برخي فعاله  لري چې 0000000000000000005 - Copyددې سره ددوی ستونزي تر ډېره له منځه تللي دي.

د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست ریس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د یاد انسټیټیوټ څخه په یوه وار د عالي نرسنګ او د قابلګۍ د څانګو د ۶۲ تنه فارغېدل ددې ولایت له پاره د خوښی ځای وبلی.

نوموړي وویل د کندهار د عامي روغتیا ریاست او د یاد انسټیټیوټ مشر تابه همېښه هڅه کوي چې ټولني ته دا  ډاول روزنیز پروګرامونه او  مسلکي کسان وړاندي کړي.

پخلا پر یادو فارغه سوو ځوانانو ږغ وکړ چې تاسو ددې ملت په لګښت روزل سوي یاست نو پکار ده چې ددې ملت خلګو ته شپه او ورځ خدمت وکړي.

په یاده غونډه کې یوه  فارغه ښځینه قابله ګلالی محمدي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د دولت په مصارفو دوه کاله  د مسکلي ښوونکو له خوا روزل سوي او که  دولت دوی ته امنیت خوندي کړي نو دوی چمتو دي چې خلګو ته  د ښه خدمت لپاره  ولسوالیو کې خپلي دندي ته ادامه ورکړي .

د یادوني ده چې په کندهار ولایت کې د نرسنګ روزنیز مرکز په  ۱۳۵۶ لمریز کال کې تاسیس  سوی خو د کورنیو جګړو له امله غیر فعاله وو  چې بیا د دوهم ځل لپاره   ۱۳۷۹ لمریز کال کې یې  خپل فعالیتونه شروع کړل او تر دې دمه یې د عالي نرسنګ د څانګې څخه يو سل او څلور څلويښت تنه نرسان او د عالي قابلګۍ د څانګې څخه ۱۶۴ ښځینه فابله ګانې روزلي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: