روانه اونۍ په خوست ولايت کې د سولې په نوم ونومول شوه


روانه اونۍ په خوست ولايت کې د سولې په نوم ونومول شوه، دغه پروګرام چې د خوست د سولې ولايتي کميټې په دفتر کې د نيول شويو مراسمو په ترڅ کې پيل شو، ځايي چارواكي وايي چې پدې اونۍ کې به د سولې د ټينګښت په موخه بېلا بېل پروګرامونه داير کړي، دوى همدا راز له زياترو دولتي او شخصي ادارو او اشخاصوڅخه هيله وکړه، چې د دې اونۍ په ترڅ کې د سولې لپاره حتما يوڅه وکړي.
مراسمو ته د خوست له بېلابېلوسميوقومي مشران او دولتي مسوولين او خبريالان را غوښتل شوي وو، د مراسمو په پيل كې د خوست والي عبدالجبار نعيمي له تېرو هغو پرمختګونو يادونه وکړه چې په تېرو څو کلونو كې د سولې په برخه كې شوي دي، ده زياته كړه چې په خوست كې د دولت وسله وال مخالفين پدې ډول له دولت سره نه يواځى كيږي چې وسله ورسره او د خلكو او خبريالانو پر وړاندې يې پرځمكه كيږدي، بلكې هغوى په خپلو كورنو كيني او له وسله وال مخالفت نه لاس په سركيږي، ځكه خو اوس په خوست كې پېـښې هم تر ډېره بريده كمې شوې دي، د ده په خبره چې پدې اونۍ کې به د سولې د ټينګښت په موخه بېلا بېل پروګرامونه داير کړي او له ولس يې هم وغوښتل چې پدې اونۍ كې د سولې لپاره حتما يوڅه وکړي.
په همدې مهال د خوست د علماوو شورا ريس مولوي شاه محمدهم د اسلام له نظره د سولې په اړه خبرې وکړې، ده زياته كړه چې د اسلام د پيل په وخت كې هم ډېره ځله رسول اكرم له كفارو سره سوله كړې خو دا چې د يومسلم او بل مسلم ترمنځ سوله كيږي پدې كې هر ډول ستړيا ګالل ډېر ضروري او لازم كار دى، ځكه له تېرو څوکالونو راهيسې د سولې په نوم په نړيواله کچه بحثونه او خبرې کيږي، خو تراوسه کوم غوڅ بدلون نه دی راوستل شوی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: