د نړۍ تر ټولو “زوړ“ سړى د ۱۱۶ كلونو په عمر مړ سو


د جاپان هېوادوال جيرويمون كيمورا چې د نړۍ د تر ټولو ډېر عمر لرونكي انسان لقب يې درلود د ۱۱۶ كلونو په عمر د تنفسي ناروغۍ له امله په روغتون كې مړ سو.7f5235a9-33a3-481b-adb6-d54988ff0f29-444x333

د ټي آر ټي د راپور له مخي چې كيمورا وروسته له هغه د نړۍ د تر ټولو ډېر عمر لرونكي انسان لقب ترلاسه كړ چې د ۲۰۱۲ كال د دسمبر د مياشتې په ۱۷ نېټه د نړۍ تر ټولو “زړې ښځې“ په متحدو ايالتونو كې خپل ژوند له لاسه وركړ.

دغه رسنۍ د خپلو معلوماتو پر بنسټ ليکي چې جيرويمون كيمورا د ۱۸۹۷ ميلادي كال د اپرېل په ۱۲ نېټه زېږېدلى وو. هغه مهال د انګلستان د شاهي كورنۍ پر تخت ملكه ويكتوريا ناسته وه.

كيمورا د جاپان د كيوتو په ښار كې د پوسته رسولو په يوې كوچنۍ اداره كې کار كولو د تقاعد نه وروسته يې په خپلو ځمكو كې بزګري كوله.

كيمورا اوه بچي، ۱۴ لمسي، ۲۵ كړوسي او ۱۵ كودي درلودل.

كيمورا د خپل زېږون د ۱۱۵ كليزې پرمهال ويلي ول چې “د ژوند راز مې لمر ته په كتلو كې دى. زه د آسمان او لمر پوروړى يم. تل پورته ګورم“

جاپان د هغو هېوادونو په لومړي كتار كې دى چې خلك يې تر ټولو زيات عمر لري.

د ۲۰۱۱ كال د شمېرو له مخې په جاپان كې د شاوخوا ۵۰ زره كسانو عمر د سلو كلونو نه زيات دى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: