په كراچۍ كښې نن بيا تر لسو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واوشته


په کراچۍ دتشدد په پېښو کښې ديوه وسله وال په ګډون څلورلس كسانو ته  مرګ ژوبله اووشتي دهindex

خبر يال ډاټ كام ته د تر لاسه سوي معلو ماتو پر اساس چي وايي په کراچۍ کښې د تشدد په مختلفو پېښو كښې د يوه وسله وال په ګډون څلور كسان وژل سوي او تر لسو زيات نور ټپيان سوي دي

په كراچۍ كښې دپوليسو چارواکي وايي چې د ګلشن حديد لنکسړك له سيمې څخه د يو تن مړى موندلى سوى ده څوک چې دتشتول كېدو ورسته په ډزو وژلى سوى دى

بله خوا ته په لانډهى نمبر پېنځم سيمه کښې هم نامعلومه وسله والو ذيشان نومي تن په ډزو وژلى ده

پوليس زياتوى چې د پنجاب چورنګى سيمې څخه د شمس الحق نومې تن تشدد ځپلې مړى ترلاسه سوى ده

دغه شان په شاه فېصل کالونۍ ، او دليارى په مختلفو سيمو او اګره تاج کالونۍ کښې د وسله والو په بريدونو کښې لس كسان ټپيان سوي دي

بلي خوا ته د بلديه په اتحاد ټاؤن کښې يو وسله وال هغه مهال ووژلى سو کله چې په ده د ترهګرۍ منصوبه جوړولو په وخت بارودى مواد وروچاودېدل

پوليس زياتوى چې له وسله وال كس څخه يوه د نائن ايم ايم طمانچه او نوره وسله هم ترلاسه سوي ده

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jun 14, 2013 @ 12:30:27

    جنګیالیانو څخه به تل تر تله بربادی وي نه آبادي. جنګ ښه خلک نه پیژني- هم ښه خلک او هم بد خلک پکښې وژل کیږي. خو دا هم کيږي چې جنګیالیان به هم پکښې برباد شي. ښه به دا وې چې مونږ ټول سپیڅلي اسلام ته مخ واړوو او حپل زړونو کې یې ځای پر ځای کړو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: