اوس هم په ټولنه کې عام خلک ښځينه خبريالاني نه مني


دمزار شريف ښځينه خبريالانې وايي لاهم په ټولنه کې دوى څوک دخبريالانو په توګه نه سي منلاى . په مزار شريف کې د خبريالانو د ژغورنې د کمیټې له خوا د ښځينه خبريالانو لپاره د جوړ شوي ورکشاپ په ترڅ کې يو شمیر ښځينه خبريالانو يادي څرګندونې وکړې . الياس عالمي چې د خبريالانو د ژغورنې د کمیټې مسوول وويل، چې په دغه ورکشاپ کې د مزار ښار ۳۰ ښځينه خبريالانو برخه اخيستې ده.نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې ډېری ښځينه او نارينه ژورنالیستان په غير مسلکي توګه خپلې دندې پر مخ وړي، چې له امله يې دوی وخت ناوخته له ګواښونو سره مخ کیږي.عالمي وويل، دوى د ياد ورکشاپ له لارې هڅه کوي، چې د مزار شريف ښار ښځينه خبريالانو ته د جنګ او دې ته ورته سختو حالاتو کې په مسلکي توګه د دندې د ترسره کولو تر څنګ د ځان د ژغورنې لارې چارې هم ور وښيي.هديه ارمغان، چې په مزار شريف کې له تیرو څو کلونو په ژورنالیستکي چارو بوخته ده، وايي : ((لا هم د مزارشريف ښار په ګډون د هیواد په ډېرو څنډو کې عام خلک دا نه شي قبلولی، چې ښځې هم خبريالي کولی شي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: