د ترور نوې ډله


ځینې سرچینې وایي، د هغو کلیوالو شتمنو اولادونه، چې له وردګو، غزني او لوګر ولایتونو څخه کابل ته راکوچېدلي د سړي تښتونکو له خوا په مرموز ډول اختطاف کیږي او د هر یوه په بدل کې له څلوېښتو تر یو لکو ډالرو مطالبه لري.
په وروستۍ يوه نيمه مياشت کې په کابل کې د وردګو، غزني او لوګر ولايتونو تر شلو زیات اوسېدونکي د نا څرګندنو وسله والو له لوري تښتول شوي دي، چې ځينې يې د پيسو نه ورکولو له کبله وژل شوي هم دي. خو دغه رازونه ځکه نه افشاء کیږي، چې کورنۍ په پټه له سړي تښتونکو سره معامله کوي

.
اوس مهال ډېر دغه تورونه په طالبانو پورې کیږي؛ ځکه پخوا به د طالبانو دویمه درجه قوماندانانو ته د میاشتې سل لکه پاکستانۍ کالدارې ورکول کیدې، خو اوس دغه عواید محدود شوي او طالبانو اختطاف ته مخ اړولی دی

.
د طالب جنګیالیو نوې مالي سرچېنې ډېری ولسي وګړي اندېښمن کړي، ځکه چې د عامو وګړو د تښتونو له لارې دوی لکونه ډالره ترلاسه کوي او په هیواد کې د جنګي ډلو، ټپلو بانډونه پیاوړي کیږي

.
سرچینې وایي، ددې ډول پیښو وروستۍ بېلګې په تیره يوه نيمه مياشت کې د کابل په بېلابیلو څنډو کې د شاوخوا ولایتونو له شلو د زیاتو اوسېدونکو د تښتونې هغه دي، چې ځینې یې د پیسو نه ورکولو له کبله وژل شوي هم دي.
شنونکي او سيمه ييز مخور ددې ډول پیښو پړه ځکه په طالب جنګیالیو اچوي، چې د سړي تښتونکو د بانډونو تړاونه د دوی د حاکمیت له سیمو سره ثابتیږي او دا چې د پخوا په پرتله د طالبانو د عوایدونو سرچینې په محدودېدو دي، ځکه خو یې سړي تښتولو ته مخ کړی دی

.
د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ يو ځوان چې د وسله والو طالبانو له لوري مياشت وړاندې تښتول شوی وو، د نوم له اخیستلو پرته محور ته وويل، لس ورځې مې په يوه غره کې په داسې سمڅو کې تیرې کړې، چې هره شیبه مې د مرګ فتوا صادرېده  (د طالبانو يوه سرګروپ زما له کورنۍ نه د يو ميليون افغانيو غوښتنه وکړه، خو تر هغه چې برابرېدې، يوه اونۍ تیره شوه او هره ورځ مې د مرګ خبرې کیدې، خو بالاخره د ۵۰۰ زره افغانيو په بدل کې را خوشي شوم.))

د چارو شنونکی عبدالجبار شلګری وایي، دا لومړی ځل ندی، چې طالبان دغه ډول کړنو ته لاس اوږ دوي، تر دې وړاندې يې هم د کمپنيو او شرکتونو کارکوونکي، مالکان، بهرني اتباع او يا هم نور داسې کسان تښتولي او پر سر يې د ميليونونو ډالرو معامله کړې ده، خو هغه ډول چارې د دوی د مشرانو په کچه تر سره شوې، خو اوس ښکاري، چې د مالي سرچینو د محدودېدو له امله دا چاره په طالب جنګیالیو کې په عامېدو ده

.
د ۱۳۸۶ کال په چنګاښ مياشت کې ۲۰ تنه کوريايي ځوانان د طالبانو له لوري وتښتول شول، چې بيا يوه مياشت وروسته بي بي سي د يوه طالب چارواکي له قوله خبر ورکړ او ويلي يې وو، چې هغوی د٢٠ ميليونه ډالر په بدل کې خوشي شول

.
شاوخوا میاشت وړاندې په لوګر کې هم د ترکي انجینرانو یوه ډلګۍ یرغمل شوه، چې وروسته ویل کیږي د پیسو په بدل کې یې یو شمیر خوشي شول او هغه افغان د پیسو نه ورکولو له امله لا هم بندي دی

.
وړاندې ويل کېدل، چې له طالبانو سره خليجي هیوادونو، د ګاونډیو استخباراتي کړیو او ځینې نورو بهرنیو منبعو مالي امکانات برابرول، چې په محدودېدو ښکاري

.
پوځي شنونکي شهنواز تڼي محور ته وويل، د طالبانو مالي سرچينې د خليجي هیوادونو تر څنګ د يو شمیر هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان استخبارات دي، چې په پوره ډول يې ملاتړ کوي. دوی وايي، د نور څه تر څنګ طالبانو ته ډېری مالي امکانات په افغانستان کې میشتو بهرنيو ځواکونو هم برابرول، چې د اکمالانو د لیږد پر مهال يې له دوی سره د لويو لارو پر سر قراردادونه کړي وو او په ميليونونو ډالر به يې ترې تر لاسه کول

.
دی وايي، د نشه يي توکو کاربار بله هغه مالي سرچينه ده، چې طالبان پياوړي کوي او جګړه غځوي. د تڼي په خبره، دا هغه سرچينې دي، چې وړو طالب جنګياليو او سرګروپانو ته ترې څه نه رسیدل او نه هم رسیږي، چې هغوی اوس اختطاف ته مخه کړې.
ويل کيږي، چې اوس تر ډېره د طالبانو ځينې سرچينې وچې شوې دي او له بل لوري د لوړ پوړو طالبانو پام له جګړې د جوړ جاړي او معاملې لور ته اوښتی دی، چې په پايله کې يې په جګړه کې بوخت جنګيالي هېر شوي دي

.
شنونکي وايي، پخوا به وړو طالبانو او سرګروپانو تر خپل واک لاندې سيمو کې له خلکو په زور عشر او زکات راټولولو او ان په ښارونو او لويو ادارو کې يې خواخوږي لرل، چې د مياشتې په اوږدو کې به يې د دوی ناز اخيسته او له هغه لارې تغذيه کیدل، چې اوس پرې امنیتي کړیو دا منبعې محدودې کړې دي او دوی اړ دي له سړي تښتونکو بانډونو سره لار یوه کړي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: