په کندهار کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل سو


د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل سو.

بل خوا ته مسولين وايې چې ددي نندارتون په وسيله به  کندهاري ښځو لاسي صنايعو ته بازار پيدا کړي.

د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ښځو د لاسي صنايعو يو نندارتون پرانيستل سو کوم چې تر دوه ورځو څخه تر دوه اونيو پوري به دوام پيدا کړي.

د کندهار والي  توريالي ويسا وويل چې دغه نندارتون يې د د غوښتني سره سم د ښځو چارو رياست له لوري جوړ کړ ىدى او غواړي له دي لاري د ښځو د لاسي صنايعو د ودي او ورت نورو برخو کې کار وکړي.

ده وويل چې د ښځو لاسي صنايعو ته بازار موندنه زياته اړينه ده او دوى وروستى اقام په همدي موخه کړى دى.

ددي سره په يوه وخت کې د کندهار د ښځو چارو ريسي رقيي اڅکزۍ وويل چې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون يې د يو ضرورت له مخي پرانيزى او دوى غواړي چې د ښځو لاسي صنايعو ته په کور دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.

دي وويل چې د کندهار د ښځو لاسي صنايع د هېواد په کچه د ارزښت وړ دي او دوى هم هڅه کوي چې دا صنايع د هېود مختلفو سيمو کې ته وليږدوي.

بل پلو بيا د ښځو د لاسي صنايعو په نندارتون کې ګډونوالو ښځو وويل چې که چېري دولت دي ډول چارو ته پام زيات کړي نو د ښځو لاسي صنايع به زيات پرمختګ وکړي او کيداى سي چې د هېواد په ګوټ ګوت کې بازار هم پيدا کړي.

دوى وايې چې د کندهار ګڼ شمېر ښځي د لاسي صنايعو له لاري د اقتصادي وضعي د سميدو په برخه کې کار کولاى سي خو که چېري دولت لومړى ورته زمينه برابره کړي.

دغه ښځي وايې چې په کندهار کې ښځي داسې لاسي صنايع را منځته کوي چې هغه د هېواد په نورو ولايتونو کې ناشوني وي.

په کندهار کې د ښځو لاسي صنايع هغه څه دي چې د تېرو څو کلونو را په دي خوا ورته پام نه دى سوى او نه هم د کندهار ښځو ته هغه کار سوى دى کوم چې اړين دى.

د کندهار ښځي لا هم د تاوتريخوالي، اقتصادي ضعف او نورو ستونزو ه سره لاس او ګريوان دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: