مخالفو وسله والو مومندو کې نښته کړى


دبې بې سي خبر وايي پاکستاني طالبانو ویلي، چې د مخالفو وسله والو ډلو یې مومندو قبایلي سیمه کې د پلویانو پرضد لوی عملیات پیل کړي.په سیمه کې د طالبانو یوه ویاند عمر مکرم خراساني ویلي، چې د انصارالاسلام او لشکر طیبه سلګونو وسله والو د ځايي لښکرو په ملاتړ د چارشنبې پر ګهیځ د مومندو ایجنسۍ غرني جړوبي دره او شاوخوا سیمه کې لوی بریدونه پیل کړي. خراساني دا هم ویلي، چې د مخالفانو وسله والو ډلو پلویانو د پولې بلې غاړه د سرکاڼو په شونګړې او مایه کې هم د پاکستاني طالبانو پر پلویانو بریدونه کړي.د پاکستاني طالبانو او د مخالفو ډلو ترمنځ په سیمه کې له تېرو څو اوونیو راهیسې کړکېچ روان دی.که څه هم ترمنځ یې د جوړجاړي خبرې وشوې، خو د یو او بل پرضد یې بریدونه دوام لري.د طالبانو ویاند دا تور هم لګولی، چې مخالفو ډلو یې “د پاکستاني امنیتي ادارو په لسمون د دوی د پلویانو په ضد لوی بریدونه پیل کړي، چې له سیمې طالبان وباسي”.خراساني دا هم وویل چې “زموږ په سلګونو وسله والو د خپل ځان د دفاع لپاره ځوابي بریدونه پیل کړي”.هغه وویل چې د مرګ ژوبلې راپورونه یې هم ترلاسه کړي، خو په اړه یې دقیق معلومات نه لري.لشکر طیبې وړاندې د طالبانو پرضد بریدونو کې د ورګډېدو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې وه.”د طالبانو ویاند احسان الله احسان وړاندې پر لشکر طیبه او انصارالاسلام تور لګولی و، چې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ یې په ګډه مومندو ایجنسۍ کې د طالبانو پرضد د لویو بریدونو پلان جوړ کړی.دی وايي، چې دغه کسان غواړي، دغه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.لشکر طیبې وړاندې د طالبانو پرضد بریدونو کې د ورګډېدو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې وه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: