وير ځپلى محمد نبي:زما کورنۍ وسله والو طالبانو په يوه ماين ختمه کړل


د کندهار ولايت په خاکريز کې د بمي چاودني د يولسو تنو وژل سويو د کورنۍ مشر وايې چې دا چاودنه پري په قصدي ډول سوي ده.

IMG_3314هغه وايې چې وژل سوي ټول کسان دده لوڼي، مږورګاني او نور دي.

وروسته له هغي چې د کندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې د ولسي وګړيو پر ټونس موټر چاودنه وسول او پر مهال يې يولس تنه ولسي وګړي ووژل سول او دري نور ژوبل سول ور سره سم د وژل سويو د کورنۍ مشر پر وسله والو طالبانو نيوکي کوي.

د خاکريز ولسوالۍ په دي پېښه کې د محمد نبي په نوم ټول د يوي کورنۍ غړي وژل سوي دي او دغه کس وايې چې سخت ظلم ور سره سوى دى.

نوموړى وايې چې په همدي موټر کې د خپلو دريو زامنو سره د شاه مقصود د مقبري پر لوري روان ول چې د لويې لاري پر سر يې موټر پر ماين ور برابر سو او بيا يې د کورنۍ زيات ښځينه غړي ووژل سول.

ها خوا د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د چار ښاخي د سيمي

dfgdgdf

دغه اوسيدونکى محمد نبي وايې چې د لويې لاري پر سر ماينونه ښخول د جهاد کوم ډول نه دى او که چېري وسله وال طالبان دي ډول چاودنو او د ولسي وګړيو وژنو ته جهاد وايې نو بيا په دي ملک کې بايد خلک پاتي نه سي.

نوموړى زياتوي چې د بهرنيو او افغان ځواکونو ټانکونه نژدي هره ورځ او هره ګړۍ پر دي لويه لار تګ را تګ کوي ولي پر هغوى ماين چاودنه نه کوي او نه يې هم ماين ښخونکي ورته چاودنه ورکوي خو کله چې د ولسي وګړيو موټر ويني ور باندي چاودنه کوي.

دغه پېښه چې دوه ورځي وړاندي تر سره سوي پکښې اته تنه ښځي، دري کوچنيان وژل سوي او دري تنه نارينه ژوبل سوي دي کوم چې دا مهال په ميرويس روغتون کې تر درملنه لاندي دي.

که څه هم ددي پېښي پړه د ورته نورو پېښو په څېر کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي ولي په سيمه کې امنيتي مسولين وايې چې پر دي لويه لاره وسله وال طالبان کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته ماينونه ايږدي.

مخکي تر دي دا لار د زياتو ماينونو له امله بنده ول چې وروسته د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري خوشي سول.

ددي له منځه تللي کورنۍ د مشر محمد نبي تر څنګ د هغه دري ژوبل زامن او يو روغ رمټ کوچنى پاتي سوى دى.

بايد وويل سي چې پر دي پېښه افغان ولسمشر حامد کرزي هم سخته خواشيني څرګنده کړي او دا کار يې د افغاني او اسلامي ټولني خلاف بللى دى.

http://www.khabarial.info/archives/85353

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: