کرزى:وروستيو پېښو به طالبانو ته ښودلي وي چې پردى کټ تر نيمو شپو دى


د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن  په خپله راډیویي وینا کې وویل: موږ سوله غواړو او د ټینګښت لپاره یې هڅه کوو. خو هیچا ته به دا اجازه ور نه کړو چې زموږ د سولې له هیلو او هڅو څخه  ناوړه استفاده وکړي او د خپلو اهدافو د تحقق په منظور افغانستان ضعیف او ملوک الطوایفي پرې تحمیل کړي.

5337_557104204333469_2020225104_n

موږ د پردو اعمال او تلاښونه له نژدې څارو او په مقابل کې یې بیداره یو.

حامدکرزي وویل چې د سولې د عالي شورا له لارې له طالبانو سره د سولې د منظمو خبرو د پیل او ادامې لپاره په قطر کې د طالبانو له دفتر سره موږ او امریکې موافقه وکړه، خو کله چې دفتر افتتاح کیدلو بیا خبره بل ډول وه او زموږ له توافقاتو سره یې سمون نه درلود. موږ د دې عمل په وړاندې ټینګ ودریدو او د افغانستان د خلکو په کلک ملاتړ مو دسیسه شنډه کړه.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه  چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د سولې عالي شورا تل او په پرله پسې ډول له طالبانو دا غوښتنه کړې ده چې د پردیو د اهدافو د تحقق لپاره خپل وطن مه ورانویء. خپل ځان او خپل وروڼه مه وژنیء، د وطن بچي له زده کړو مه محرومویء او د وطن د نورو بچیانو په څېر له خپلو ټولو مدني او سیاسي حقوقو څخه په استفادې د خپل وطن په غېږ کې آرام او هوسا ژوند وکړیء او د وطن په آبادۍ کې برخه واخلیء.

حامدکرزي زیاته کړه چې  طالبانو ته به وروستیو پیښو ور ښودلې وي چې پردی کټ تر نیمو شپو دی.

 ده، پر طالبانو ږغ وکړ چې راسیء د وطن په مطمینه غېږ کې له خپلو وروڼو سره خبرې وکړیء او مطرح مسایل له نژدې وڅیړیء.

ده، وویل چې موږ به انشاء الله خپل نهایي هدف ته د رسېدو لپاره  چې هغه په افغانستان کې  د دایمي سولې تامین دی خپلو هڅو ته په دقیق ډول تر هغه وخته ادامه ورکوو، څو په هېوادکې دایمي سوله تامین  او خلک مو هوسا شي، اما د دې آرزو ترڅنګ به موږ د پردو اعمالو ته  هم ځیر یو او د خپل هېواد ملي حاکمیت، قوي مرکزي حکومت او ملي منافعو ته به مو جدي پام وي

http://www.khabarial.info/archives/85337

.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: