د هرات او کندهار چاودنو ۲۷ تنه وژلي


د هرات په ولايت کې، د عام خلکو يو موټر د سرک د غاړې د ماين د چاودنې سره مخ شوی او ۱۷ تنه په کې وژل شوي، چې ۱۲ تنه يې ښځې او ۴ يې ماشومان دي.
د هرات پوليس وايي، چې ماين خو ظاهرا د امنيتي ځواکونو باندې د بريد په موخه د داسې يوه کانتينر لاندې ځای پر ځای شوی و، چې هلته د خلکو تګ او راتګ زيات وو، خو په پېښه کې يوازې ملکي خلک وژل شوي دي.
بل خوا د افغانستان په سويل کندهار کې هم ښځې او ماشومان د چاودنې قربانيان دي. د دغه ولايت د خاکريز په ولسوالۍ کې ماين چاودنې،۸ تنه ښځې او ۲ ماشومان وژلي او درې تنه نارينه يې ټپيان کړي دي.
چاودنه د کندهار خاکریز او ارغنداب ولسوالیو ترمنځ پر غځېدلي سړک د سې شنبې پر ګهيځ شوې ده.
د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، چاودنه سهار شاوخوا نهه بجې هغه مهال وشوه، چې د ولسي وګړو د سپرلۍ یو ګاډی د سړک غاړې پرماین وربرابر شو.چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د کندهار امنيتي مسوولينو د دغه پېښه مسوولين طالبان بللي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: