دوه پاکستانیان او دوه افغانان وسله وال ماین چاودنې ووژل


د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي نن سهار د د دوو تنو پاکستانيانو په ګډون څلور تنه مخالفين وژل سوي دي.IMG_2983

د کندهار ولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه افغانان او دوه پاکستانيان نن سهار د يادي سوي ولسوالۍ د تلوکان په مربوطاتو کي د ماين لېږدولو پر مهال وژل سوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې د يادو سوو څلورو تنو له ډلي، په دوو پاکستانيانو کي يو يې د ماين جوړولو انجينر دى او دوهم هغه يې د پاکستاني طالبانو د ډلي غړى دى چي غوښتل يې په افغانستان کي خپل شوم اهداف سرته ورسوي.

دغه خبرپاڼه ليکي چې له دوى سره دوه نور افغان طالبان چي هغوى هم د همدې ماين په چاودنه کي وژل سوي، د سيمي اوسېدونکي دي او لا يې هم مړي په هماغه ساحه کي پراته دي.

که څه هم ددي پېښي په اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي ولي په دي وروستيو کې په کليو او بانډو کې ميان اېښودنه ډېره سوي ده او مسولين وايې چې د مخنيوي په موخه يې هلي ځلي کوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: