سخت دریځو په کندوز کې د نجونو ښوونځی وسوځاوه


وسله والو سخت دریځو تیره شپه د کندوز ولایت په الچین سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی دی.

الچین د کندوز ښار په شمالي څنډه کې دی. د کندوز ښار په دې پښتون میشته سیمه کې د دولت وسله وال مخالفان نسبتاً زیات فعال دي. خو د تیرې شپې د حملې مسوولیت تراوسه پوري کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د کندوز امنیه قومندان عبادالله تلوار رسنیو ته وویل: ناپیژندویو وسله والو ښوونځي ته له ننوتلو وروسته د هغه د ساتونکي لاسونه او پښې تړلي او بیا یې د ښوونځي ټولګیو او کتابونو ته اور ورته کړی دی.

د امنیه قومندان په وینا وسله والو سخت دریځو ښوونځي ته پر غځېدلي سړک ماینونه هم ایښي و چې پولیسو کشف او شنډ کړل.

ده وویل دا ډول کارونه د دولت وسله وال مخالفان په تېره بیا وسله وال طالبان کوي.

د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د نجونو پر تعلیم بندیز و او اوس هم د افغانستان د جنوب په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي د نجونو ښوونځي بند دي.

1 Comment (+add yours?)

  1. Trackback: Afghanistan burning of schools - Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: