طالبان له جګړې څخه ستړي سوي دي


په هرات ولایت کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۲ وسلوال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شولar (2640)
د هرات والي سید فضل الله وحیدي د یادو طالبانو څخه د وسلو د تسلیمولو پر مهال وویل چې دوی به هڅه وکړي تر څو دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د والي په خبره چې دوی به د یوځای شوو کسانو خوندیتوب ته هم پاملرنه وکړي.
د یوځای شویو کسانو له ډلې یې ۱۲ د شینډنډ او پاتې لس کسان د انجیل ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
د هرات د امنیه قوماندان رحمت الله ساپی وايي چې په تېر یونیم کال تر نهه سوو پوري وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.
د ساپي په خبره چې اوس مهال یې د ۶۲ نورو کسانو سره هم خبرې پیل کړي چې له جګړې لاس اخېستلو ته لیوال دي.
له یوځای شویو له ډلې قوماندان ملا عبدالرحیم وویل چې دوی له جګړې ستړي شوي او همدا شان نور کسان له جګړې ستړي شوي او غواړي چې د افغان دولت د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د هرات د سولې د ولایتي دفتر مشر مولوی غلام سرور وايي چې یادو کسانو ته د دوی د وړتیا سره سم کاري زمینه برابره شي.
نوموړی زیاتوي چې هر یوځای شوي کس ته به تر راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د میاشتې اته زره افغانۍ معاش او دوو قوماندانانو ته به د میاشتې دولس زره افغانۍ معاش هم ورکول کیږي.

هرات يوازنى هغه ولايت دى چې ډېر زيات وسله وال طالبان پکښې د سولي د پروسي سره يو ځاى سوي دي او ددي ولايت چارواکي وايې چې ددي ولايت په امنيتي پېښو کې هم کمښت راغلى دى.

مسولين وايې چې په دي ولايت کې د امنيتي پېښو کې کمښت هله راغلى کله چې ډېرى وسله وال د سولي پروسي ته ورغلل او ځيني پاتي يې پر کورونو کښيناستلي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: