پکتیا :په بیلابیلو پیښو کې ۶ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته


خبریال: نور احمد حيران(ګردېز) تيره شپه د مرکز ګردېز اړوند په نوي ښار کې په يو کور د توغندي د لګېدو له امله د يو کور دوه ماشومان ووژل شول او يو تن ټپي شو

 د وژل شويو ماشومانو پلار نعمت الله رسنيو ته وويل چې د شپې شاوخوا لس بجې هغه مهال د ده په کور توغندی ولګيده  چې زامن يي د کور په يوه ځانګړې خونه کې د قرانکريم په تلات بوخت وو.

ټپی ماشوم چی له بدن څخه یې سپینې پټۍ تاو وې د پېښې په اړه وويل(( له لمانځه ادا کولو وروسته په بيستره کې پرېوتم له اوده کېدو وروسته په ځان پوه نه شوم کله مې چې سترګې وغړولې په روغتون کې پروت وم ، څوک چې دا ډول کړنې تر سره کوي ښه نه کوي د اختر ښې شپې او ورځې دي))..

د ګردېز دملکي روغتون سرطبیب ډاکترحیا ګل پکتین وایي چې تراوسه دوی ته د یوې کورنۍ درې تنه ماشومان ور وړل شوي چې دوه یې وژل شوي او یو ټپي  دی چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دپکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمی اوریاخېل وایی تراوسه نده معلومه چې د توغول شویو توغندیو په توغېدو کې څوک لاس لري خوپه اړه یې پلټنې روانې دي.

که څه هم تراوسه کومی وسلوالی ډلی رسنیو ته څه نه دی ویلی خوامنیتی چارواکی دا ډول بریدونه د وسله والو طالبانو کار بولی

دوهمه پېښه چې د سړک غاړې بمي چاودنه ده د مرکز ګردېز اړوند د دوغ اباد په سیمه کې رامنځ ته شوه چې پکې درې تنه ملکي کسان ټپيان شول چې يو يې د ژورو ټپونو له امله مرکز کابل ته ولېږدول شو.

دا په داسی حال کی ده چی په دې وروستيو کې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالی راغلی او پکې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي

د يادولو ده چې په تېره يوه مياشت کې په پکتيا ولایت کې په بمي چاودنو کې شاوخوا ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۷۰ تنه پکې ملکي وګړي دي.

له دې جلا پرون په پکتیکا کې لږترلږه نهه ملکیان ووژل شول. او نن په جلال اباد کې اته ماشومان په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: