د ډیورنډ دکرښې هاخوا د وسله والو ډلو ځالې ددې لامل شوي چې د هیواد ډیرې سیمې ناامنه کړي.


د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين عبدالرحمان رحمان پکتيکا ولايت ته په تازه سفرکې وويل،د وسلوالو پټنځايونه د ډيورنډ د کرښې ها خوا دي چې له امله يې زمونږ سرحدي ولايتونه ګواښل کيږي.
هاخوا دپکتيکا والي محب الله صميم د دې ولايت د امنيتي ځواکونو کړنې ښې وارزولې چې له امله يې ډاډمن امنيت راميځته شوی

د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو معين سترپاسوال عبدالرحمان رحمن د يوه پوځي پلاوي په ملتيا د کوچني اختر په دوهم ورځ سرحدي ولايت پکتيکا ته د سفر پرترڅ کې د ياد ولایت والي محب الله صميم سره ددې ولايت پر اوسنيو امنيتي حالاتو خبرې وکړې
ښاغلي رحمن يو ځل بيا وويل چې د دولت د وسلوالو مخالفينو پټنځايونه د ډېورنډ د کرښې ها خوا دي چې له امله يې زموږ سرحدي ولايتونه ګواښل کيږي .
سترپاسوال عبدالرحمان رحمن زياته کړه چې هغه د مېړانې مډال هم له ځان سره لري کوم چې د ولسمشر له لوري د پکتيکا ملي پوليسو ته د دوی د ښو کړنو له امله منظور شوی دی.
د پکتيکا والي ښاغلي محب الله صميم له ولسمشر حامد کرزي مننه وکړه چې د پکتيکا ملي پوليس يې د مېړانې په مډال وستايل نوموړي زياته کړه چې د پکتيکا امنيتي ځواکونه به هيچا ته هم د ناامنۍ او يا کوم ګواښ اجازه ورنګړي
د پکتيکا ملي پوليس په داسې حال کې د ولسمشر له لوري د مېړانې په مډال ستايل کيږي چې ددې ولايت ټولو امنيتي ځواکونو د يوه پراخ امنيتي پلان له مخې په مرکز او ټولو ولسواليو کې کلک امنيتي تدابير نيولي چې پرته له کومې امنيتي پېښې د اختر دوهمه ورځ هم په دې ولایت کې په خوښيو او مېلو ولمانځل شوه

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: