په خپلمنځي نښته کې اووه تنه ووژل سول:هرات


په هرات ولایت کې د دوو مخالفو ډلو په خپل منځي نښته کې اوه تنه ووژل شول.
یاده خپل منځي نښته د دې ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د دولت د دوو مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ شوي.
ددې ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپی وايي چې پېښه پرون سهار د پښتون زرغون په اب ګرم سیمه کې رامنځته شوي ده.
د هغه په خبره چې د ګذرې ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالله اکبري د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالله سلام د وسلوالو ترمنځ نښته شوي چې په پایله کې يې اوه تنه له دواړو خواوو څخه وژل شوي دي.
د سیمي اوسیدونکي هم یاده نښته تاییدوي او زیاتوي چې د په وژل شویو کسانو کې څلور د قوماندان سلام او درې د قوماندان اکبري کسان دي.
د یادونې وړ ده چې د درې ورځې وړاندې د هرات یوې امنیتي سرچينې د یو قوماندان شیخ د وژل کیدو خبر ورکړی وو او ویلي یې وو چې یاد قوماندان د خپلمنځي اختلافاتو له امله د اکبري کسانو وژلی دی.
قوماندان سلام او اکبري دواړه د وسلوالو طالبانو قوماندانان دي خو دې ډلې تر اوسه د دوی ترمنځ د اختلافاتو د شوي نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: