ملي پوځ څلور وسله وال ووژل:لوګر


د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ملي پوځ سره په نښته کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.IMG_3003
وسله والو طالبانو ته یاد د سر زیان تېره شپه د ملي پوځ سره د وسله والې نښتې په ترڅ کې اوښتی ده.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګروال احمدجان مخلص وايي چې سرتېري یې پر ګزمه بوخت وو چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر برید لاندې راغلل او ترمنځ یې وسله واله نښته رامنځ ته شوه.
مخلص زیاتوي چې نښتې نیم دوام وکړ چې په پایله کې یې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
د سرچینې په خبره په پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه خپلو ملګرو ته د اوښتي سر زیان په اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو د سر زیان خبر په داسې مهال ورکول کیږي چې روانه میاشت کې په لوګر ولایت کې د پیل شویو سیمرغ په نوم عملیاتو کې له سلو زیاتو طالبانو د وژلو ادعا شوي وه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: