په غزني کې ۲۵ وسله والو اواتو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته


د غزني ولایت چارواکي ادعا کوي چې د وسله والې نښتې په ترڅ کې پنځه ویشتو وسله والو طالبانو او اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.Ghazni provincial council chief at odds with governor
یاده وسله واله نښته تېره شپه د زنخان په ولسوالۍ کې رامنځته شوي.
زړه ور زاهد د غزني امنیه قوماندان وايي چې تېره شپه د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ نښته شوي چې په پایله کې يې لس وسله وال وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره چې په نښته کې درې پولیس هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
زاهد زیاتوي چې د اوو وسله والو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي او یو شمېر وسلې او مهمات هم د پولیسو  لاس ته ورغلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د زنخان په ولسوالۍ کې خپلو ملګرو ته د یادې شوي مرګ ژوبلې ادعا رد کړه خو زیاته یې کړه چې یوازې دوه ملګري يې په نښته کې وژل شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: