پکتيا:دجمعه خان همدرد دبدليدو غوښتنه وشوه.


دپکتيا ژغورنې حرکت يو ځل بيا ددې ولايت والي جمعه خان همدرد دلرې کيدو غوښتنه وکړه او ګواښښ ېې وکړ که  چيرې ددوی غوښتنې ونه منل شي په را روانو ټاکنو کې به برخه وانخلي .

دد ې حرکت يوشمېر غړي ،چې  قومي مشران او ځوانان پکې وو نن ورځ دپکتيا پرېس کلب مخې ته په  احتجاي ډول  راټول شوي وو او دجمعه خان همدرد دلرې کولو غوښتنه ېې کوله.

دپکتيا ژغورنې د حرکت مشر محمد ظاهر اورياخيل  وويل :مونږ څو څو ځله دمرکزي اداري څخه دوالي دلرې کيدو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه پورې مرکزې ادارې په دې باندې کوم غبرګون ندی ښوودلی ..

نوموړي وويل:دجمهوري رياست له لوري بايد ددې موضع له پاره بايد يو کميسون وټاکي  تر څو دغه مسله له نږدې وڅيړي ..

ددې حرکت يو بل مشر خواني جهاني بيا دپکتيا ملي راديو تلويزو او يو شميرنورې  رسنۍ په يو طرفه قضاوت تورنې کړې ،چې  يوازې د والي په ملاتړ  خبرونه خپروي .

خو تر دې مه دپکتيا والي جمعه خان همدر او ياد هغه وياند ددې موضع په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي خو دده وياندپه تيرو دې ته ورته او غونډو او لارونونو په غبرګون کې ويلي وو ،چې يو څو محدود کسان دي ،چې په پکتيا کې دشخصي ګتو له پاره داکار کوي او ددوی شمېر کم دی ..

ياده دې وي ،چې دپکتيا ژغورنې حرکت په پکتيا کې له څو مياشتو راهيسې دوالي په لرې کيدو هڅې کوي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: