شاه ولي کوټ کې بمې چاودنې دوه د ژوند ملګري وژلي


د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د ځاى پر ځاى سوي ماين په چاودنه کي نن سهار د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالي کي خاوند او مېرمن يې وژل سوي او د دوى ٦ مياشتنى کوچنى ژوندى پاته سوى دى.IMG_3055

دغه پېښه نن سهار لس بجې د يادي ولسوالۍ د خال بلاغ په سيمه کي هغه مهال وسوه، کله، چي د ملکي خلکو د سپرلۍ موټر د وسلوالو طالبانو لخوا پر ښخ سوي ماين وربرابر سو.

په دغه پېښه کي د خاوند او مېرمني ترڅنګ د ياد موټر چلوونکى هم وژل سوى او شپږ مياشتنى ماشوم چي پر لاس ژوبل سوى وو،  د ملي پوليسو لخوا روغتون ته انتقال سوى دى.

په هغه سيمه کي مېشت امنيتي ځواکونه لا هم کار کوي، چي د قرباني سوى کورنۍ خپلوان پيدا کړي او ژوندى پاته سوى، شپږ مياشتنى کوچنى ورته وسپاري.

که څه هم ددي پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي ولي د کندهار ولايت په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې دا ماين په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى سوى و.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: