په کندوز کې ولسې پولیس خلکو ته ځان ور پیژنې


په کندوز کې ولسي پولیس د خلکو او حکومت تر منځ د اړیکو د پیدا کولو په موخه په ښوونځیو کې روزنیز سمینارونه جوړوي.

کندوز کي ولسي پولیس په خلکو کې د پیژندنې لپاره په ښوونیزو او رونیزو مرکزونو کې سمینارونه چمتوکوي ترڅو ددی لارې عام ولس ته د خپل پیژندنې اوکار په هکله مالومات ورکړي.IMG_2970

په یاد ولایت کې د ولسې پولیسومرستیال سید رضا صبور د شیرخان لیسې په یوټولګې کې د خپلې دندني په هکله زده کوونکیو ته مالوماتو ورکولو باندی بوخت دی صبور زده کوونکیو ته وايي (( ماشومانو تاسې ولسې پولیس پيژنې، آیا کله هغوي درسره مرسته کړیده .))

ولسې پولیس نږدی یوه میاشت وړاندي د کورنیو چارو وزارت لخوا اعلان شو، دغه پولیس به د طبعې آفتونو، سیلابونو، زلزلو، اورلګیدنې او ترافیکې پیښو پرمهال له قربانیانو او زیانمنو خلکو سره مرسته کوي.

خو چارواکې وايي چې د ولسې پولیسو رامنځته کیدو یوازینې موخه د خلکو او دولت ترمنځ د واټن لیری کول دی.

په دی اړه صبور وايي (( اصلې موخه ددغو پولیسو داده چې د خلکو او دولت ترمنځ شته واټن راکم کړی، او عامو خلکو سره د بیړنۍ حالت کې مرسته ترسره کړي.))

سید رضا صبور وايي چې دوی بې وسلې ګرځي، اوپه هیڅ امنیتې چاروکې لاس نلري خو ترڅنګ وايي چې ددغو پولیسو یوازینې هدف دخلکو او دولت ترمنځ د اړیکو نښلول دی.

د کندوز شیرخان لیسې یوتن زده کوونکې وايي چې د ولسې پولیسو لخوا ورته د ماینونو د خطر،سیلابونواو زلزلې پرمهال د ځان ساتنې روزنه ورکړل شويده.

 هغه په دی اړه وايي (( دغه پولیس زمونږ ټولګې ته راغلې وو، د ترافیکې پيښواو طبعې آفتونو پرمهال يي مونږ ته مالومات راکړ.))

خو ددی ترڅنګ شاه جان بیا وايي په مختلفو القابو باندی د پولیس رامنځته کیدو پرځای باید د خلکو د باور کچه پر دولت باندي زیاته شي.

که چیرې هر وګړي ته یو یو پولیس ودورل شي بیا به هم امنیت ټینګ نشې هغه وایي (( ترټولو غوره خبره داده چې خلک باید په دولت باندي باور وکړي اودا کار هغه مهال شونې دی  چې دولت د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي.))

د ولسي پولیسو له جوړیدو راپه د یخو تر اوسه پورې د کندوز عام خلک ددغو پولیسو د جوړیدو په هدف نه دي خبرنو د همدې امله دغه پولیس ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو ته ورځي ترڅو ددی لارې عام خلک د خپل موجودیت او کارپه اړه خبر کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: