وسلوالو‌طالبانو په اندړو کې لس بې ګناه ملکیان وژلي دي


چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو لس ملکي وګړي وژلي دي.د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال وويل،چې د اوو تنو ملکي وګړو مړي نن غرمه په چهار دېوال کې وموندل شول.هغه وايي،چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او دا نه ده معلومه،چې طالبانو له کومه ځايه راوستي وو او ولې يې وژلي دي.د ولسوال په وينا،وسله والو طالبانو اوس د ملکي کسانو وژنې ته مخه کړې،پرون مازيګر يې پر يو ملکي موټر بريد وکړ او دوه کسان يې په کې ووژل او درېيم کس،چې ټپي وو،وروسته په روغتون کې سا ورکړه.د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وويل،چې له غرمې راهيسې تر اوسه ټول ١٤ مړى ور وړل شوي دي.د نوموړي په خبر،چې اوه مړي د اندړو له ولسوالۍ وروړل شوي،چې د سورکي په کلي کې وژل شوي وو.د ډاکټر همت په خبره،غرمه د څلورو سيمه ييزو پوليسو مړي هم ور وړل شوي،چې د قره باغ په ولسوالۍ کې په جګړه کې وژل شوي وو او دغه راز اوس مازيګر د پنځو طالبانو مړي هم ور وړل شوي،چې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې په خواجه عمري ولسوالۍ کې وژل شوي دي.دبې ګناه ملکیانو د وژلو پړه دتل په څېر بیا هم وسلوال

© http://benawa.com/details.php?id=56788#ixzz2dkSYj3Jx

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Sep 04, 2013 @ 15:40:57

    طالبانو پر خپل دستور کې لیکلي چې دوی سنۍ حنفي مسلمانان دي…خو والله چې دا پوښتنه ما ته راځي چې دوی امام ابو حنیفه سم پیژني که نه؟ امام ابو حنیفه یو ډیر ښه زړه، پاک زړه، پاکدامن، سړی ول چې د پوهنې سره یېزښته ډیره مینه درلوده.طابانو تاسو څه اند لرۍ چې داسې یو پاک انسان به د ستاسو د بې ګناه خلکو د وژلو کارونه منل؟ مکتب سوځونې څنګه؟ د خلکو د کورونو تباه کول څنګه؟ د خلکو د مال خوړل څنګه؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: