د اسامه په نوم طالب قومندان د پاکستاني طالبانو سره ووژل سو


د افغانستان د نا ارامه ولايت غزني چارواکي وايې چې ددي ولايت د اب بند ولسوالۍ په اړونده سيمو کې د امنيتي ځواکونو په تر سره سويو عملياتو کې پنځلس تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.

IMG_4340

چارواکي وايې چې دا عمليات د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه سوي دي او پر مهال يې هغه طالب قومندان هم وژل سوى دى کوم چې حامد نوميدى او د اسامه په نوم باندي يې شهرت لاره.

د نوموړي ولسوالۍ په دالانګي او بازګي سيمو کې دا عمليات د اسامه په نوم ددغه قومندان د وژني او نيوني په موخه سوي او پر مهال يې قومندان اسامه، دري ملګري افغانان او پاتي يولس تنه بهرني پاکستاني طالبان وژل سوي دي.

الله داد حليمي وايې چې دا عمليات د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه تر سره سوي دي او دوى ته پکښې زيان نه دى اوښتى.

هغه وايې چې دا پنځلس کسيزه ډله په ټوليزه توګه له منځه تللي ده.

ازادۍ راډيو ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دي پېښه کې يې پنځه وسله وال وژل سوي او لومړى بريد وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو  کړى وو چې ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولي ول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: