وردګ : د سېلاب ځپلو سره د ښائېدلو په کچه مرستي نه دي سوي


هغه ډول چې تمه وه، مرکزي او مرستندویه ادارو د میدان وردګو ولایت سیلاب ځپلو سره مرستي نه دي ترسره کړي > دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( سې شنبه) طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالې په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه،تېره میاشت په میدان وردګو ولایت کې د سیلابونو له امله په څلورو ولسوالیو کې شاوخوا درې زره شپږ سوه یو اتیا کورنۍ زیانمنې شوې،چې په دې زیانونو کې د مرګ
ژوبلې سربیره ستر مالي زیانونه هم شامل وو >  ده زیاته کړه سره له دې چې د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالې مرکزي ادارې سربیره بېلابېلو مرستندویه ادارو له دوی سره ژمنې وکړې،چې سیلاب ځپلو سره به مرستې وکړي خو په وینا یې تر دامهاله د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالې   مرکزي ادارې پنځه سوه درې څلویښت سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده همدا راز وویل: چې تازه دمې د یونسف ادارې له لورې هم اوه سوه کیټونه چې درې سوه پنځوس یې روغتیایي او درې سوه پنځوس یې کورني چې په کې دیګ بخار،کاسې،کاشوغې او ژمنۍ جامې شاملي دي مرسته کړې د میدان وردګو والي د یادو دواړو ادارو څخه د مننې ترڅنګ په نورو ادارو هم غږ وکړ،چې د میدان وردګو ولایت له سیلاب ځپلو سره چې دا مهال مرستې ته ضروري اړتیا لري،خپلې مرسته ورسوي په جوړه شوې غونډه کې چې د دغه ولایت د یو شمیر ادارو د مسؤلینو سربیره مرستندویه ادارو استازو هم شتون درلود،یو ځل بیا ژمنه وکړه،چې ترسره شوي
سروې چې د ولایت مقام له لورې د بېلابېلو ارګانونو په مرسته شوې،مرستې ترسره کړي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: