په غزني کې د ماین چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د غزني په مُقر ولسوالۍ کې د یوه بس په لاره کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.

پولیس وايي چې د بس چلوونکي ځان له ماینه بچ کاوه خو پر بل وربرابر شو.

د پولیسو یوه چارواکي اسد الله انصافي وویل، په دې چاودنه کې، چې نن سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې وشوه، د ماشومانو په شمول اووه تنه وژل شوي او اوولس ژوبل دي.

د وروستي راپور له مخې په وژل شویو کې ۳ ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

د غزني د مرکزي روغتون رييس باز محمد همت وویل چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او احتمالاً به د تلفاتو شمېر زیات شي.

انصافي وویل، د بس چلوونکي، په هغه ځای کې چې ډېر ځلي د دولت وسله وال مخالفان ماینونه ږدي، موټر له اصلي سړکه دښتې ته وګرځاوه چې له ماینه وژغورل شي.

له بلې خوا نن د لوګرولایت په خوښي ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د امنیتي پوستې مخته د موټر په وسیله یوه ځانوژونکې حمله وشوه.

د پولیسو د امر په وینا په دې چاودنه کې د افغانستان د ملي اردو څلور سرتېري ژوبل شول.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Sep 10, 2013 @ 18:53:47

    دا ټول د پښتنو دښمنان دي!! طالبانو د چا سره لاس ټینګ کړۍ او ترې نه یې خوشوي؟؟ د عربانو څخه مخ کې داسې بې غیرته بریدونه هيڅ وخت نه کیدل. دا ټول د مردار مخو عربانو رواجونه دي، زمونږ د با غیرته خلکو نه!!!

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: