څلور مياشتي وړاندي واده سوي ميرمن په اور سوځول سوي او وژل سوي ده


چارواکي وايې هغه ميرمن يې موندلي کوم چې لومړى په اور سوځول سوي او وروسته وژل سوي ده.1234rew (14)

دا پېښه د چارواکو په وينا ددي ولايت د مرکز اړونده په چهل دختران سيمه کې سوي ده کوم چې وروسته پري پوليس خبر سوي دي.

که څه هم ددي پېښي په تړاو تر دي بريده څوک نه دي نيول سوي ولي ددي ولايت د امنيت آمر عبادالله تلوار وايې چې په سيمه کې پوليس د وژل سوي ميرمني د وژني په تړاو پلټني کوي تر څو د پېښي اصلي خواوي پيدا کړي.

دا تر اوسه نه دي ويل سوي چې په کندز ښار کې نوي ځوانه واده کړل سوي ميرمن ولي سوځول سوي او وژل سوي خو چارواکي وايې چې ښايې ددي پېښي لامل کورنۍ ستونزي وي.

د کندز د ښځو چارو ريسه نادره ګياه وايې چې دا ښځه څلور مياشتي وړاندي واد کړل سوي او تېره شپه په خپل کور کې دننه سوځول سوي او وژل سوي ده.

هغي ويلي دي چې د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى ځکه ډېر سوى چې امنيتي ارګانونه په دي تړاو هيڅ جدي نه دي او نه هم د عاملينو په نيولو توانيدلي دي.

ګيا وايې اړينه خو داده چې د وژل سوي ښځي د کورنۍ غړي ونيول سي او ددي پېښي اصلي عاملين پيدا او قانون منګولو ته وسپارل سي.

په کندز کې د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي دا لومړنۍ پېښه نه ده په سږ کال کې تر دي مخکي ورته نوري پېښي هم سوي دي.

په کندز کې د ټول هېواد په کچه د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ډيري پېښي را منځته سوي وي او ويل کيږي چې دا مهال هم دا کچه مخ پر لوړيدو ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون هم وړاندي ويلي ول چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندي ستونزي تر بل هر وخت ډېري سوي دي او د مخنيوي لپاره يې بايد جدي هلي ځلي وسي.

د ښځو په وړاندي ستونزي تر ډېره په هغه ولايتونو کې زياتي وي چيري چې د ښځو د حقونو پوهاوى کم وي او يا خو د سواد کچه پکښې ټيټه وي.

په تېر کې داسې راپور خپور سوى چې په شمالي ولايتونو کې د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى زيات دى او ددي ولايتونو څخه سمنګان او سرپل بيا هغه ولايتونه دي چې شاوخوا دوه سوه پېښي پکښې سوي دي.

1 Comment (+add yours?)

  1. د پښتون زوی
    Sep 12, 2013 @ 14:18:19

    که طالبان غواړي چې د افغانانو خدمت وکړي، نو بیا د داسو خلکو په پیدا کولو کې مرستې وکړي!!! او دوی دې محکمه او بندي کړي!!!

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: