میدان وردګ: د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون دوه تنو ته مرګ ژوبله واوښته .


په میدان وردګو ولایت کې تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان به ګډون دوه تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

د میدان وردګو ولایت مقام نه په يوه رارسيدلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په جغتو ولسوالۍ کې تېره شپه د یو لړ ځانګړو هوايي عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان ملا رحیم الله وژل شوی او د هغه یو بل ملګری ټپی شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې ملا رحیم الله چې په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو له مهمو کسانو څخه وو، د وسله والو طالبانو په جلب وجذب،ماین جوړونې او نورو تخریبي اعمالو په طرحه کولو کې لاس درلود .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: