په سمنګان کې د سکرو د کان په سمڅه کې ۴۰ کارګر بې درکه شوي


د سمنګان د والي ویندوی وايي چې دا پېښه په بغلان نه بلکې د سمنګان په روی دوآب ولسوالۍ کې شوې ده.

د سمنګان د والي ویندوی محمد صدیق عزیزي وویل، له لومړیو راپورونو سره سم د سکرو د کان د یوې سمڅې له نړېدو وروسته لږترلږه ۴۰ تنه کارګر بې درکه شوي دي.

د ده په وینا له نورو ولسوالیو د پېښې ځای ته ژغورونکي رسېدلي او دا وخت هڅه کوي چې بې درکه شوي کسان ومومي.

د ښاغلي عزیزي په وینا اته تنه ټپیان له خاورو او سکرو راایستل شوي دي.

ده په دې اړه چې څومره امکان شته چې بې درکه شوي کسان به ژوندي وموندل شي، وویل: مشکله ده چې په دې اړه څه ووايي خو ژغورونکي هڅه کوي چې ژر تر ژره په سمڅه کې راګیر کسان وژغوري.

1 Comment (+add yours?)

  1. ولي خان
    Oct 01, 2013 @ 09:00:43

    دا خلک چا تښتولي او ولې؟ مخ کې دا کارونه د طالبانو له خوا شوی ول خو تر اوسه دوی څه نه دی ویلي. زما په اند که دا کار طالبانو کړی وي، نو داسې معنا لري چې دوی په نورو زور ونرسید چې په کاریګرو پسې یې اخستي. او بله خبر دا ده چې دوی ولې خپلو امیرانو ته غوږ ندي؟؟؟ ملا عمر څو څو ځله ویلي چې د خلکو مال به نه اخلۍ، د خلکو مال به نه ورانوۍ، خلک به نه ځوروۍ، او خلک به نه تښتوۍ…خو موږ هره ورځ وینو چې طالبان دا ټول کارونه کوي… دا ولې؟؟؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: