بلوچستان کې د زلزلې له امله٢٠٠ کسان وژل شوي


ه بلوچستان ايالت کې زورورې زلزلې له امله ۲۰۰ کسه وژل شوي دي او ۳۰۰ نور يې ټپيان دي.تر ټولو ډېره ځپل شوې سيمه د بلوچستان د اواران سيمه ده چې زيات خلک په کې مړه شوي دي. د اواران مرستيال مشر عبدالرشيد ويلي چې يوازې په اواران سيمه کې نژدې ۲۰۰ کسه وژل شوي او تر دې ډېر ټپيان دي.پاکستاني چارواکو خواړه، د څښلو پاکې اوبه او په درملو او نورو اړتيا وړ توکو بار لارۍ سيمې ته استولي دي.د سې شنبې په مازيګر د شوې دغې زلزلې ټکانونه د سندهـ په سویل، بلوچستان او د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې محسوس شوي دي.د پاکستان د ځمک پېژندنې ادارې ويلي چې د زلزلې زور د ريکتر په کچه ۷،۷ درجې و.له سيمې ورکړای شوي راپورونه وايي چې زلزلې د خلکو کورونه او ډیری خامې ودانۍ نړولي او د کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.خو ويل کېږي هغه ودانۍ چې پخې جوړې شوي، ډېرې نه دي ځپل شوي.د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد حنيف ويلي چې زلزله په ځايي وخت د مازیګر په څلور نيمو بجو وشوه.ښاغلي حنيف ويلي چې د زلزلې د ځواکمنتيا درجه لوړه وه او مرکز يې د بلوچستان ايالت د جنوبي سيمو مکران او خضدار نه ۱۲۰ کيلومتره لرې د سويل ختيځ خوا وه.دی وايي چې د زلزلې واړه ټکانونه د منځني ختيځ په عمان او د ايران په سويل ختيځو سيمو کې محسوس شوي دي.د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ، حيدر اباد او د بلوچستان په سبی، بولان، خضدار او ډېره مراد ښارونو کې خلکو د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی.د اپریل په میاشت کې په ایران کې یوې ورته زلزلې چې اووه اعشاریه اته ثبت شوې وه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۴۱ کسان ووژل او له ۱۲ زرو نه ډېر پاکستانیان یې زیانمن کړل.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: