ميدان وردگ: په عملياتو كي ٧ وسله وال او قومندان يي وژل سويدي


په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د یوه قوماندان په
ګډون اوه تنه وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی .
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په علي خیلو سیمه کې تېره شپه د
ایتلافي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه
ییز قوماندان دل اغا په ګډون اوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د دغه عملیاتو په ترڅ کې له یادو وسله والو طالبانو څخه یو میل
کلاشینکوف،یو میل یوټکه،اته فیره د هاوان مرمۍ،دوه فیره مزائیل،څلور لاسي
بمونه او یو شپنی دوربین هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په همدې حال کې تېره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د سیداباد په اونخي سیمه
کې د عملیاتو پر مهال یو وسله وال طالب چې ذبیح الله نومیږي او د قاري
عابد ډلې اړوند دی،نیولی .
د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ د بازار په سیمه کې د ملي اردو پر موټر
د ماین چاودنې په ترڅ کې یو سرتېری ټپي شوی دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: