افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له کینیا سره خپلې مسابقې پیلوي


ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  سبا د تلې په اتمه د دوشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې  د کينيا له پیاوړې لوبډلې سره دوې شل اوریزې، دوې یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ مسابقې پیل کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس افغان لوبډلې شارجې ته له تګ وړاندې په ننګرهار ولایت کې کافي تمریونونه کړي دي.

د یاد بورډ په وینا که چیرې افغان لوبډلې دوې يو ورځنۍ مسابقې وګټلي نو راساً به د  ۲۰۱۵ کال نړيوالو پنځوس اوريزو اتلوليو ته لار پیدا کړي.

په همدې حال کې په نړيوالو شل اوريزو مسابقو کې هیوادونو ته په کار ده ترڅو په کال کې اته مسابقې وګتي خو افغان لوبډلې روان ۲۰۱۳ کال کې بیا دغه ټولې مسابقې ګټلې دي.

ویل کېږي چې د افریقا براعظم د کینیا هیواد لوبډله د افغانستان مهمه سیاله لوبډله ګڼل کېږي چې دغه لوبډله په ۲۰۰۳ کال په نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو کې تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه.

یاده دې وي چې افغان لوبډله خپل کینیايي سیال ته په کمه سترګه نه ګوري او په خورا کلک هوډ سره یې د لوبې ډګر ته د ننوتو تابیا لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: