میرمن نغمې ته د هنر د ښاپیرۍ لقب ورکړل شو


د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هیواد د فوټبال ملي ټیم لوبغاړو د ستاینې په غونډه کې د هنر ښاپیرۍ لقب تکړه پښتو سندرغاړې میرمن نغمې ته ورکړ.

دغه غونډه تیره ورځ د تلې په شپږمه ناوخته د شپې مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت او د ملي راډيو ټلويزيون د رياست له خوا  د ملي تلویزیون په تالارکې جوړه شوې وه.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر  ډاکترسيدمخدوم رهين تیره میاشت د سویلي اسیا په لوبو کې د هيواد د فوټبال د ملي ټيم اتلولي وستایله او ویې ویل: (( د هيواد د فوټبال د ملي ټيم اتلو لوبغاړو  يوځل بيا د افغانستان د ستر ملت يو والى او وحدت تجسم کړ او نن د دغه هيواد ځوانان په ټولو برخو کې خپل ملت ته وياړ ګټلى دى.))

دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزير د هيواد  تکړه سندرغاړې ميرمن نغمې ته د هنر د ښاپيرۍ لقب ورکړ.

په ورته وخت کې میرمن نغمې د دې لقب څخه د مننې په ویلو سره افغانستان ته د تل پاتې امن او ثبات هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه: (( افغانستان د ترهګرو ځای نه بلکې د سوله خوښوونکو او سوله غوښتونکو ځای دی او د دې لقب په اړه باید ووایم چې دا زما حق و چې راکړل سي ځکه زه د دې لقب حقداره ومه.))

دا په داسې حال کې ده چې د میرمن نغمې خپل اصلي او کورنی نوم هم ښاپیرۍ ده.

د غونډې په پاى کې ميرمن نغمې د وطني او حماسي سندرو په ویلو د سلګونو ځوانانو د چکچکو په بدرګه کنسرت اجرا کړ چې د شپې تر اته بجو یې دوام وکړ.

یاده دې وي چې میرمن نغمې په پښتو او دري سلګونه غږیزې او انځوریزې سندرې ویلي چې د لر او بر پښتونخوا ترڅنګ په ټوله نړۍ کې مینه وال لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: