جمعیت اصلاح په ننګرهار كې د پنځو زرو شهيدانو ياد غونډه كوي


د جمعیت اصلاح د ختیز زون مسؤل عبدالرحیم صراف لراوبر ډاټ كام ته په لېږلې خبر پاڼه كې ولي دي چې په ننګرهار كې جمعیت اصلاح په پام کې لري چې سبا د جمعې مبارکه ورځ چې د ۱۳۹۲ کال د میزان له ۱۲ مې نیټې سره سمون خوري د ۵۰۰۰ شهیدانو د فاتحې او یاد غونډې مراسم د جلال آباد ښار په عیدګاه جومات کې د سهار له ۸ بجو څخه تر ۱۰ بجو پورې ترسره کړي، د ده په خبره: په یاده غونډه کې به د ننګرهار له اړوند ټولو ولسوالیو څخه ګډونوال شتون ولري او سربېره پردې د ځينو شهیدانو وارثین به هم په غونډه کې برخه ولري، عبدالرحيم صراف د لراوبر ډاټ كام له لارې د سيمې له ټولو خلګو څخه په دغه غونډه كې د ګډون هيله كړې ده او ويلي دي چې: په ډېر درناوي سره هیله کوو چې غونډې ته تشریف راوړئ، څو د دغه شهيدانو له كورنيو سره ګډون او له هغوى سره په دغه غم كې ځان برابر شريك كړو.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: