ملا برادر له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره پېښور ته لېږدول شوی


د پاکستان د امنیتي سرچینو په قول ویل شوي چې د افغان طالبانو پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې تېره میاشت د پاکستان حکومت له څو کلن بنده وروسته خوشي کړ، پېښور ته لېږدول شوی دی.

رویټرز خبري اژانس ته د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي ملا برادر له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان پولې ته نژدې پېښور ته لېږدول شوی دی.

ملابرادر له خوشي کېدو وروسته کراچۍ ته یووړل شو او هلته په یوه خوندي کور کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ساتل کېده.

رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان یوه جګپوړي دفاعي چارواکي ورته وویل چې ملابرادر اوس پېښور ته رسول شوی دی.

د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه دی اخیستل شوی.

د افغانستان حکومت، چې د ملابرادر د خوشي کېدو یې هرکلی کړی، وايي چې که ملابرادر هر ځای وي، باید له نوموړي سره د افغانستان د سولې عالي شورا تماس ونیولی شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ملابرادر په کراچۍ له خپلو یو شمېر پخوانیو طالب ملګرو سره تماسونه نیولي دي.

د پاکستان استخباراتو ملابرادر ته هغه لپ ټاپ او سټیلایټ ټېلفون بېرته ورکړی چې په ۲۰۱۰ کال د ده د نیولو په مهال یې ورڅخه اخیستي ول.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل چې «ملابرادر خپلو پخوانیو طالب ملګروته ټېلفونه کړي. دی په ترکیې، افغانستان او امریکا کې له خپلو ملګرو سره د سولې په بهیر کې د خپل رول په اړه ږغېدلی دی.»

رویټرز وايي، په ۲۰۱۰ کال د ملابرادر د نیول کېدو په مهال افغان چارواکو شک کاوه چې نوموړی د دې لپاره نیول شوی چې د پاکستان له مشورې پرته یې د افغانستان له حکومت سره د خبرو هڅه کوله.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: