په اروزګان کې دري جسدونه وموندل سول


د اروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د دريو تنو جسدونه موندل سوي دي.

د اروزګان د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايې چې دا دري تنه نن د دهراود ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د خلکو له لوري موندل سوي دي.

نوموړي وويل چې دا دري کسان تېره ورځ وسله والو طالبانو نيولي او بيا يې وژلي ول کوم چې وروسته يې غورځولي ول.

د عايل د معلوماتو له مخي چې وژل سويو دريو تنو د ملي پيوستون په يوه پروژه کې کار کوى او همدي پروژي ته يې د غره څخه ډبري راوړلي.

تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي پړه نه منلي ولي وسله والو طالبانو مخکي په دي تړاو خبردارى ورکړى وو چې د دولت په چارو کې بايد څوک کار ونه کړي او په هيڅ صورت د هغوى ملتيا ونه کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: