ملاله یوسفزۍ: باید له طالبانو سره خبرې وشي


د نجونو د تعلیم د حق مخکښې دفاع کوونکې ملالې یوسفزۍ د سولې لپاره له طالبانو سره خبرې ضروري وبللې.

ملاله یوسفزۍ، چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې د وسله والو کسانو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته پر یوې نړیوالې څېړې بدله شوې، د بي بي سي له نړیوالې راډیو سره په یوه مفصله مرکه کې وویل:«سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده چې له طالبانو سره خبرې وشي.»

دې همداراز وویل:«د ستونزې د حل کولو او له جګړې سره د مقابلې تر ټولو ښه لار خبرې دي. دا زما کار نه دی بلکې د حکومت، نورو  او همداراز امریکا دنده ده.»

د دې په وینا مهمه دا ده چې له طالبانو سره د دوی پر غوښتنو خبرې وشي.

د ملالې یوسفزۍ او ګڼو نورو باور دا دی چې که په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي په ټوله سیمه کې به د سخت دریځو له لوري بل شوی اور مړ شي.

سږکال د قطر په دوحه کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره د سولې هیلې غوړېدلې وې خو د طالبانو د دفتر له بندېدو وروسته د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو لرلید تت شو.

ملالې یوسفزۍ په دې مرکه کې د لومړي ځل لپاره په سوات کې د حملې پر ورځې خبرې وکړې، ویې ویل:« هغه سړک چې زما د ښوونځي بس پرې روان و، د معمول خلاف له خلکو تش و، کله چې وسله والو بس ودراوه نو په کوڅه کې هیڅوک نه ول. خو معمولاً به دا سړک له خلکو ډک و، ډېر کسان به د دوکانونو مخته ولاړ ول، خو د حملې په ورځ سړک لوګ و.»

ملالې یوسفزۍ د سږ کال په جولای کې ملګروملتو ته په وینا کې وویل، غواړي چې بېرته پاکستان ته لاړه شي او سیاسي میدان ته ووځي.

دې وویل:«زه به په راتلونکې کې سیاستواله شم. غواړم چې د خپلو خلکو راتلونکی بدل کړم. غواړم چې تعلیم پر ټولو خلکو لازمي کړم.»

څرګندون پریږدئ