پاکستاني طالبانوايي چې افغان طالبان د دوی سره مالي مرسته کوي


د پاکستاني طالبانو یوه ویندوی ادعا وکړه چې افغان طالبان پاکستاني طالبانو ته مالي مرسته او پناه ورکوي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد دا خبره یو شمیر خبریالانو ته د شنبې په ورځ وکړه.

پاکستاني طالبان د دغه هیواد د پوځ پرضد په قبایلي سیمو کې جنګیږي خو ویل کیږي چې د پاکستاني طالبانو په منځ کې مختلفې ډلې شته، ځیني ډلې د پاکستان په ښارونو کې بمي بریدونه کوي.

د سیاسي چارو ځیني کتونکي پاکستان ته خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن د سخت دریځو ټولې ډلې د اسلام اباد پرخلاف لاسونه یو کړي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد په وزیرستان کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل:«افغان طالبان زموږ وروڼه دي، په پیل کې موږ له دوی سره مرسته کوله، خو اوس دوی پیاوړي شوي، زموږ مرستې ته اړتیا نه لري، دوی اوس زموږ سره مالي مرسته کوي.»

شاهد همداراز وویل، افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د ملاتړ لپاره زموږ لوی قومندان ملافضل الله ته په کونړ ولایت کې پناه ورکړې ده.

ملا فضل الله په ۲۰۰۹ کال د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې له سواته وایستل شو.

د طالبانو ویندوی همداراز ادعا وکړه چې د افغان طالبانو په مالي مرسته پاکستاني طالبانو د پاکستان د حکومت او پوځ پرضد ګڼې حملې کړي دي.

شاهد د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو په اړه وویل، دا خبرې تر هغو کامیابیدای نه شي چې د پاکستان حکومت ټول طالب بندیان خوشي نه کړي، د پاکستان پوځ له قبایلي سیمو ونه وځي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه درول شي.

د طالبانو ویندوی له خبریالانو غوښتنه کړې چې د مرکې دقیق ځای چا ته ونه ښيي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: