په خوست کې د يوه ځانمرګي په ګډون يوولس تنه وسله وال نيول شوي دي


 د ملي امنيت ريس جنرال محمدحسن طوطاخېل د خوست ولايت د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز په اونيزه امنيتي جلسه کې ددغه څارګرې ادارې له خوا دترسره شويو فعاليتونو او کړنو په تړاو  راپور ورکړ،چې د تېرې يوې اونۍ په لړ کې يې اته تنه وسله وال مخالفين نيولي، چې د دوى په منځ کې يو تن داسې  کس هم شامل دى، چې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو لپاره د روزنې په موخه له کرښې پورې غاړې تللى وو، چې د ملي امنيت د منسوبينو له لوري د موثقو راپورونو په اساس نيول شوى او ټولو اته واړو نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف  کړى دى

طوطاخېل د اتلسو ماينونو د کشف او له منځه وړلو يادونه هم وکړه، چې د وسله والو مخالفينو له لوري په لويو لارو او د دولتي کارکوونکو د کورونو دروازو ته کېښودل شوي وو، چې د دغه ادارې منسوبين پدې وتوانېدل، چې په وخت سره يې مخه ونيسي.

.

د ملي اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصر هدايت وويل دخوست په يو شمېر ولسواليو کې روان عمليات چې مشري او پلان جوړونه يې د ملي اردو په غاړه وه او په يوازې توګه يې مخته وړل، په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل.د نوموړي په خبره د دغو عملياتو په لړ کې يې د ١٢  دوولس بېلابېل ډوله ماينونه دکشف او شنډېدو ترڅنګ  يو تن داسې ماين خښوونکى نيولى، چې ډېر وخت يې امنيتي ځواکونه په لټه کې وو.

 

جنرال هدايت  دخوست – ګردېز د عمومي لارې په اوږدو کې د نويو امنيتي بېسونو د جوړېدو يادونه وکړه، چې کارونه يې په ګړنديتوب سره روان دي، د ده په خبره د دغو امنيتي سترو پوستو په جوړولو سره به د دغه  مهمې لارې په اوږدو کې احتمالي تهديدونه په بشپړ ډول رفع شي.

 

امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى هم د ملي پوليسو له لوري د دوو تنو ماين خښوونکو د نيولو خبر ورکړ، چې له ماينونو سره يې لاس په لاس نيولي او دا مهال ترپوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: