بلوچستان افغانانود ښوونکي د نړيوالي ورځي په وياړ غونډه جوړه کړه


دا غونډه دافغان کډوالو په پنډغالي نوي سرانانو کي د افغان کډوالو د ځوانانو اوښوونکو د
ټولني په زيار جوړه سوي وه ، چي په يادي غونډي کي په بلوچستان کي د افغان
کډوالو د پنډغالو ، مسلم باغ ، سرخاب، زوړ سرانان ، نوی سرانان ، کچلاک
او د کوټي د ښار مشرانو، سر ښوونکو ، ښوونکو ، زده کوونکو او عام افغان
کډوالو کډون درلود .
غونډي ته په بلوچستان کي دافغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني
مشرښاغلي ظاهر پښتون ، داروخان اعتمادي ، عبدالمالک خان نيکزاد ، مولوي
خير محمد خير خوا ، محمد عيسی خان ، ملک محمد نادر خان سليمانخيل ،
عزيزالله مهجور ، استاد رباني او نورو مشرانو د ښوونکي پر حيثيت او دلته
په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ښوونکو پر ستونزو او د اړوندو ادارو څخه
د ستونزو پر حل وږغيدل .
د نوموړومشرانو د وينا وو څخه وروسته د غونډي په وروستی شيبو کي د يادي
ټولني له خوا و غونډي ته يو پريکړه ليک اعلان سو ، چي په پريکړه ليک کي
لاندي مادي ذکر سوي وي :
۱- زموږ د ښوونکو يو وخته (سينګل شفټ) او دوه وخته ( ډبل شفټ ) تنخوا
بايد برابره سي .
۲- زموږ د ښوونکو تقاعد بايد ورکړل سي .
۳- زموږ د ښوونکو بيمه بايد جاري سي .
۴- زموږ د ښوونکو د خپلو حقوقوهڅي بايد ځيني خلک په سياسي هڅو يادي نه کړي.
۵- ټولود ښوونځيو ادارو ته بايد د کمپيوټر سهولت ورکړل سي .
۶- په ټولو ښوونځيوکي د زده کوونکو لپاره بايد د کمپيوټر د زده کړي
اسانتياوي برابري سي .
د ياد پريکړه ليک څخه وروسته غونډه د ماښام پر(۷) بجي پای ته ورسيدل .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: