لوګر:د صعنتي پارک دجوړيدو چارې پيل سوې


د لوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالئ کې د لومړي ځل له پاره د صنعتي  پارک د جوړیدو چارې پيل سوې.DSC01688

د لوګر د چارواکو په خبره ياد صنعتي پارک په۵۰۰ پنځه سوه جريبه ځمکه کې د شاوخوا ۶ ميلونه امريکايي ډالرو په ارزښت جوړيږي.

د لوګر والي ارسلا جمال وويل ترڅو چې د خلکو اقتصادي وضيعت ښه نسي او پخپله تجاران په هېواد کې پانګونه ونکړي، د هېواد اقتصاد به پرمختګ ونکړي.

جمال له خبريالانو سره په خبرو کې وويل؛ په دغه پارک کې به وړې او لويي فابريکې د تجارانو له لوري جوړيږي چې په وينايي په نږدې راتلوونکي به يي د بريښنا غم هم وخوړل سي.

د لوګر د امنيت امر سمونوال ريس خان صادق وايي؛ تجاران کولی سي په پوره ډاډ سره خپلې چارې پيل کړي او ويې ويل چې د تجارانو د خوندېتوب لپاره امنيت ډاډمن دی او هڅه به وکړي امنيت نور هم ښه کړي.

که څه هم تجاران په ډېرو ولايتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړيدو غوښتنه کوي خو تر اوسه پوري دولت په دې نه دی توانيدلي چې د تجارانو لپاره په ولايتونو کې صنعتي پارکونو لپاره بريښنا برابره کړي.

تجاران وايي مخکې له دې چې دوئ ته صنعتي پارکونه جوړ سي تر هرڅه د مخه دې دولت په ولايتونو کې د انتقالي بريښنا ستونزې هوارې کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: