ملاله: له مانه ملاتړ مه کوی، د نجونو د زده کړې لپاره زما د مبارزې ملاتړ وکړی.


د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو لپاره فعالې مبارزې ملالۍ يوسفزۍ ويلي، چې له مانه ملاتړ مه کوی بلکې زما له مبارزې نه ملاتړ وکړی.

ملالې پنځه کاله وړاندې، خپل  ورځني خاطرات او يادښتونه په ليکلي بڼه پيل کړل، چې بيا وروسته د بي بي سي په اردو انټرنيټ پاڼه کې هم خپريدل.

ملاله يوسفزۍ پوره يو کال مخکې په همدې ورځ ( د اکټوبر په ۹ مه)، د وسلوالو لخوا په سوات کې هغه مهال په ډزو سره وويشتل شوه، چې له ښوونځي نه د کور په لور روانه وه او سخته ټپي شوه.

د نوموړې درملنه د برتانيې په برمنګهم ښار تر سره شوه او په تير يو کال کې يې د سولې او د زده کړو لپاره د مبارزې، ډيرې جايزې تر لاسه کړې.

ملاله د سږ کال چنګاښ په مياشت کې ۱۶ کلنه شوه او د خپلې زېږدو د کاليزې په ورځ يې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په اسامبله کې وينا واوروله.سږکال همداراز د هالينډ د هاګ په ښار کې، ملالې ته د ۲۰۱۳ ز کال د ماشومانو د سولې جايزه هم په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شوه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: