په بادغيس کې نهه وسله وال وژل سوي دي


امنیتي چارواکي وایي د لویدیځ زون په بادغیس ولایت کې هغه وخت ۹ تنه طالبان ووژل سول کله چې یې د سرحدي سرتیرو پرامنیتي پوسته وسله 529832_10151642837848411_937578731_n

وال برید ترسره کړ.

په لویدیځ کي دسرحدي سرتیرو دڅلورم سرحدي زون عمومي قومندان جنرال شیراحمد ملدانی وويل یاده پيښه نن سهار دبالامرغاب ولسوالی په جوی گنج سیمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي یو زیات شمیر طالبانو دسرحدي سرتیرو پر پوسته برید وکړ چي وروسته د یادو سرتیرو له سخت مقاومت سره مخامخ سول.

که څه هم ملدانی وایې د نهو تنو د وژل کیدو ترڅنګ یو شمیر یې ټپیان سوي هم دي خو داهم وایې،چي د درو تنو طالبانو مړي په سیمه کي پاتي سوي دي.

هاخواه طالبانو لا تراوسه په دي اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

بالامرغاب د هیواد په کچه هغه نا ارامه ولسوالي ده چي دمرکز قلعه نو سره یي لاره تړل سوي او له کلونو کلونو راپه دي خواه دولتي ځواکونه یادي ولسوالی ته د موټرو په مټ سفرونه نسي ترسره کولای بلکي خپل ټول اکمالات د هوا له لاري ترسره کوي او داسي هم ویل کیږي چي ۸ زره وسله وال طالبان په یادي ولسوالی کي شتون لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: