ملالې ته د ارويايي ټولنې د سولې جايزه ورکول کيږي او نوبل ته نومول شوې ده.


د سږ کال په نومبر مياشت کې به، د اروپايي ټولنې لخوا د ((ساخروف)) د سولې جايزه، د د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو لپاره د فعالې مبارزې ملالۍ يوسفزۍ ته ورکړل شي. نوموړې همداراز ښه چانس لري، چې د نوبل د سولې جايزه هم تر لاسه کړي.

د اروپايي اتحاديې لخوا هر کال، د ساخروف د سولې جايزه، د شوروي اتحاد د مهال د يو نامتو فزيک پوه، چې په اصل کې يهود و او د هايدروجني بم مخترع بلل کيږي، په نوم نومول شوې. ساخروف په شوروي اتحاد کې دننه لومړنی شخص و، چې په افغانستان باندې د روسانو يرغل يې وغندلو او له افغانستان نه يې د سره پوځ د وتلو غوښتنه وکړه. هغه مهال نوموړی له سختو نيوکو سره مخ شو.

د ساخروف په نوم دغه جايزې سره به ۶۵ زره ډالر  هم ملالې ته ورکړل شي.

تير کال ان سان سانګ سوچي، د برما وتلې مبارزې ته هم دا جايزه ورکړل شوې وه، چې د نوبل يې هم تر لاسه کړې ده.

دغې جايزې ته همداراز اېډوارډ سنوډن هم نومول شوی . سنوډن د امريکا د څارګرې ادارې سي ای اې  کارکوونکی و او مخکې تر هغې يې د امريکا د ملي امنيت د سازمان د فني قراردي په توګه هم دنده ترسره کړې وه. ده د ۲۰۱۳ ز کال د جون په مياشت کې د پريزم PRISM د جاسوسي پروګرام ډير پټ او چاڼ شوي مطالب، د ګارډين  The Guardian  او  واشنګټن پوسټ ورځپاڼو په اختيار کې ورکړل او ويل يې، چې د دغو مالوماتو د بربنډولو موخه يې دا ده، چې د خلکو په ژوند کې  د امريکا د امنيت سازمان افراطي مداخله او پلټنې په ډاګه کړي.

يو بل تن نيلسن منډيلا دی، چې د دغه جايزې د ګټونکي په لست کې شامل دی.

ملالې پنځه کاله وړاندې، خپل  ورځني خاطرات او يادښتونه په ليکلي بڼه پيل کړل، چې بيا وروسته د بي بي سي په اردو انټرنيټ پاڼه کې هم خپريدل.

ملاله يوسفزۍ يو کال مخکې د اکټوبر په ۹ مه، د وسلوالو لخوا په سوات کې هغه مهال په ډزو سره وويشتل شوه، چې له ښوونځي نه د کور په لور روانه وه او سخته ټپي شوه.

د نوموړې درملنه د برتانيې په برمنګهم ښار تر سره شوه او په تير يو کال کې يې د سولې او د زده کړو لپاره د مبارزې، ډيرې جايزې تر لاسه کړې.

ملاله د سږ کال چنګاښ په مياشت کې ۱۶ کلنه شوه او د خپلې زېږدو د کاليزې په ورځ يې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په اسامبله کې وينا واوروله.سږکال همداراز د هالينډ د هاګ په ښار کې، ملالې ته د ۲۰۱۳ ز کال د ماشومانو د سولې جايزه هم په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شوه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: