هند په کندهار کې د کرنې د تکنالوژۍ پوهنتون جوړوي


هند غواړي چې په کندهار کې د کرنې د ساینس او تکنالوژۍ یا اګرو تکنیک پوهنتون جوړ کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هند به پر دې پوهنتون په یوه میاشت کې دننه کار پیل کړي.

هند دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند د وروستي سفر په لړ کې د هند له صدراعظمه وغوښتل چې په افغانستان کې یو پوهنتون جوړ کړي.

د هند صدراعظم من موهن سینګ د کرزي له غوښتنې سره موافقه وکړه، او ژمنه یې ورکړه چې اویا ملیون ډالره به دې هدف ته ځانګړي کړي.

د لوړو زده کړو د وزارت له خبرپاڼې سره سم دا پوهنتون به په ۲۰۳۰ هکتاره مځکه کې جوړ شي.

پاکستان، چې د هند سیال بلل کېږي، د بلخ د پوهنتون لپاره ډېره مجهزه او پراخه ودانۍ جوړه کړې ده.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: