ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د جایزې په نه ورکولو طالبان خوښ شول


د نجونو د تعلیم مخکښې فعالې ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د سولې د جایزې نه ورکولو له پاکستاني طالبانو پرته د نړۍ نور خلک نهیلي کړل.

له هغې خبرپاڼې سره سم چې د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد خپره کړې، طالبانو ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د جایزې نه ورکول یو ښه خبر بللی او د نوبل کمېټه یې په دې ستایلې چې دا جایزه یې ملالې ته ورنه کړه.

ملاله یوسفزۍ د نجونو د حقونو او تعلیم لپاره د مبارزې په خاطر د نوبل د سولې جایزې ته یوه اصلي کاندیده وه، خو د نوبل د جایزې کمېټې د جمعې په ورځ د کیمیايي وسلو د مخنیوي اداره د دې جایزې مستحقه اعلان کړه.

ملاله په نیویارک کې

ملاله په نیویارک کې

د نوبل د جایزې کمېټې ویلي چې د ملالې یوسفزۍ عمر لا ډېر کم دی، ممکن په راتلونکي کې هغه په دې جایزې ونازوي.

د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد ویلي:«که مو بیا موقع ترلاسه کړه، یقیناً چې دا (ملاله) به ووژنو او موږ به د دې پر وژلو وویاړو.»

ده همداراز ویلي، هغه دوکانداران به هم ووژني چې د ملالې یوسفزۍ عکسونه پلوري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: