د لوګر والي په يوې بمي چاودنه كي ووژل سو .


د لوګر والي په يوې بمي چاودنه كي ووژل سو .
نن سهار د نهو بجوپه شاوخوا كي د لوګر په مركز پل علم كي د يوي چاودني په ترڅ كي ددې ولايت والي ارسلا جمال وژل سوي او ويل كيږي چي په چاودنه كي ځينو نورو ملكي كسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي .
د لوګر د ولايت مقام وياند دين محمد درويش وايي ، والي د پل علم په جامع جومات كي د اختر د لمانځه پرمهال هغه وخت ووژل سو كله چي يې خلګو ته وينا كول .
د وياند د معلوماتو له مخي چي والي ته چاوديدونكي مواد په مايكروفون كي ځاى پرځاى سوي وه .
د والي وياند د نوري مرګ ژوبلي معلومات ورنكړه . خو ځيني نا تايد خبرونه وايي چي په پېښه كي زياتو ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتي .
د لوګر ولايت وژل شوي والي ارسلا جمال د پکتيکا ولايت د يوسف خيلو ولسوالۍ په برات خيلو کلي کې ۱۳۴۴ کال کې وزېږېد.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه نه ده منلې.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: