په اروزګان کې يو ځانمرګى بريد کوونکى ووژل شو


د اروزګان مرکز ترينکوټ ښار کې يوتن ځانمرګى بريد کوونکى وژل شوى او د يوې چاودنې له امله څلور پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

داروزګان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول فريد عايل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه  ځانمرګي غوښتل ،چې تېره شپه ٦:٣٠ بجې د ترينکوټ په مهر اباد سيمه کې د پوليسو پر پوځي اډه بريد وکړي، چې د پوليسو له خوا تر پېژندلو وروسته ووژل شو.

هغه زياته کړه، چې تراوسه بريد کوونکى نه دى پېژندل شوى ، خو په اړه يې پلټنه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځ وړاندې په ترينکوټ کې دوه ځانمرګي بريدکوونکي، موخې ته تر رسېدو مخکې د خپلو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شول .

له بلې خوا نن سهار د ترينکوټ  ښار په يوه مېله ځاى کې چاودنه وشوه.

د ترينکوټ د لومړۍ امنيتي حوزې امر دويم څارن ګل اغا پژواک ته وويل، چې په دغه ماين چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

هغه  زياته کړه: (( نن سهار وختي پوليسو د ګرماب مانده په تفريحي سيمه کې ،چې خلک د اختر په ورځو کې هلته ورځي ، پلې ګزمه کوله، چې ماين پرې وچاوېد.))

نوموړى وايي، چې پر دې مهال خلک سيمې ته نه و راغلي ،نو له همدې امله عامو وګړو مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

http://www.pajhwok.com/ps/2013/10/16/%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%B2%DA%AB%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%D9%8A%D9%88-%DA%81%D8%A7%D9%86%D9%85%D8%B1%DA%AB%D9%89-%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%AF-%DA%A9%D9%88%D9%88%D9%86%DA%A9%D9%89-%D9%88%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: