ځانمرګي د اختر مبارکي په پلمه د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر وواژه


په یوه ځانمرګي برید کې نن د خیبر پښتونخوا یو ایالتي وزیر او اووه تنه نور ووژل شول.

د خیبرپښتونخوا د قانون (عدلیه) وزیر اسرارالله ګنډاپور نن په خپل کور کې داسي مهال ووژل شو چې ځانمرګي له ده سره د ستړي مشي په ترڅ کې ځان وچاوداوه.

ځانمرګی د مېلمه په نوم د ګنډاپور کور ته ورغلی و.

ځانمرګی په کلاچۍ ښارګي کې د ګنډاپور د نورو مېلمنو په منځ کې د ده کور ته د اخترمبارکۍ په نوم ورغلی و. کلاچي د ډېره اسماعیل ولسوالي ده.

په دې پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

ګنډاپور د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې صوبايي جرګې ته د خپلواک کاندید په توګه بریالی شوی و. وروسته د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف سره ملګری شو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: